IQNA

 د خداي کور ته د حج لپاره یوکلن سفر،هندی مسلمان  مکې ته تلو لپاره ۸۶۴۰کلومیټره فاصله کچ کړې

15:45 - June 13, 2023
د خبر لمبر: 3487468
 شهاب چوتر،د کراله اوسیدونکی یو هندی مسلمان د حج دمناسکو د ترسره کولو لپاره په ابله پښو تقریبا  اته زره  شپږسوه څلویښت کلومیټر فاصلې په کچ کولو سره  مکې ته رسیدلی دی.

 ایکنا د  له قوله راپور راکړ،  دهندوستان د کراله صوبې  مسلمان شهاب چوتر د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره د تقریبا اته زره شپږ سوه څلویښت کلومیټره فاصله په ابله پښو کچ کولو وروسته مکې  مکرمې ته رسیدلی دی.

 شهاب چوتر  چې  پخپل ښار کې یو دکان چلوي ،  دهغو کسانو دکیسو په اوریدو سره  چې  په لرغوني پړاؤ کې  ئې پیاده  مکې ته سفرونه کول،  لوي شوی   او په همدې دلیل ئې تیر کال فیصله کړې چې پخپله هم  په دغه عمر کې دغه شان کار کوي.

 هغه چې د تیر میلادي کال په جون میاشت کې دغه سخت سفر په ابله پښو پیل کړی ، له هندوستان، پاکستان ،ایران،عراق،کویت تیر شوی څو بلاخره   دولس میاشتې اوپنځو ورځو وروسته  د جون په اومه نیټه عربستان ته ورسید.

کله  چې   هغه په تیرستمبر کې  د پاکستان په پنجاب صوبې کې واهګه پولې ته ورسید،نو دویزې دنه شتون په دلیل د پاکستان  چارواکو  وځنډاوه.

شهاب چوتر د۲۰۲۳کال په فرورۍ کې د ویزې په اخستو سره بلاخره بریالی شو ،پاکستان ته وارد شي او عربستان ته خپل سفر بیرته پیل کړي.  هغه تیره میاشت چې عربستان ته وارد شو ،نو مکې ته له تلو مخکې مدینې ته لاړ او  وروسته ئې له مدینې مکې ته  ۴۴۰کلومیټره  فاصله هم په نهو ورځو کې کچ کړه او بلاخره هم خپل دزړه مقصد ته راورسید.

http://shabestan.ir/detail/News/1272597

captcha